د لومړي وزیر په خبره د ایران او امریکا ترمنځ کشمکش د دې لامل شو، چې د دوی په لسکونه وګړي پکې قرباني شوي دي، خو که دغه کړکیچ نه وی، یاد کاناډایان به له نورو وګړو سره یوځای خپلو کورنیو ته روغ رمټ ستانه شوي وی .
لومړي وزیر جسټېن ټروډو پر ایران او امریکا یوځل بیا غږ کړی دی چې په سیمه کې دې رامنځته شوی کړکیچ د خبرو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې.
په ایران کې اوکراینۍ الوتکه تېره چهارشنبه د ایراني ځواک له لوري وویشتل شوه چې پکې د افغانانو ایرانیانو
اوکراینانو په شمول، د کاناډا وګړۍ او هم جرمنیان ووژل شو چې شمېره یې ۱۷۶ تنه وه.
په لومړیو کې د ایراني حکومت له لوري ویل کېدل چې د اوکراین یاده الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله لویدلې ده، خو وروسته د نورو هېوادونو د غبرګونونو، شواهدو له مخې معلومه شوه چې یاده الوتکه د ایران له لوري ویشتل شوې ده.
خو د ایران د ولسمشر ویاند بیا ویلي دي چې د ایرانۍ الوتکې په اړه یې په لومړیو کې دروغ نه وو ویلی، بلکې دوی په اړه خبر نه وو چې رښتیا هم ویشتل شوې کنه؟
نوموړي ویلي دي چې په لومړیو کې د پوره معلوماتو نه شتون له کبله دوی هو چوپه خوله ناست وو، خو اوس له همدې امله له خلکو بخښنه غواړي.
د دې اوکراینۍ الوتکې له لویدلو وروسته په ایران کې د ولسي خلکو له لوري د حکومت پر ضد هم پراخ لاریونونه روان دي دوی په ایراني حکومت تور پورې کړ چې ګواکې د ولسي خلکو ژوند ته یې هیڅ پام ونه کړ.
لاریونوالو له ایراني حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د پېښې عاملینو ته سزا ورکړي څو په راتلونکې کې څوک مسافر وړونکې الوتکه په نښه نه کړي.