کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آلمان ځيني سياستوال ولي د وسلو غوښتنه کوي؟

24 جدی 1398 ساعت 18:08

د آلمان د ځينو ښارونو مشرانو د گواښونو د زياتيدو له کبله د خطر زنگ غږولی. د دفاع وزیرې اناگريت کرمپ – کارنباور ويلي دي چې د گواښونو شمير د انديښنې وړ دی، خو سيمه ایزو سياستوالو ته د وسلو ورکړه یې ځواب نه شي کيدلی.


په آلمان کې سيمه ایزو سياستوالو ته په مخ پر زياتېدونکي توگه د تشدد گواښونه کيږي. د آلمان د دفاع وزيرې اناگريت کرمپ – کارنباور ويلي دي چې دولت بايد د دې سياستوالو د امنيت ټینگولو له پاره نور اقدامات وکړي.
د سه شنبې په ورځ له «فونکه ميديا گروپ» سره په مرکه کې کرمپ کارنباور وويل چې د سيمه ایزو سياستوالو ساتنه د «دولت وظيفه» ده. خو نوموړې زياته کړه چې سياستوالو ته د وسلو د ورکولو پلوي نه کوي.
د آلمان په ختیځ کې د کرمپ – لېنتفورت د کوچنۍ سيمې ښاروال کرستوف لندشايد څه موده مخکې تر هغه وروسته چې نوموړي ويلي ول چې د ښی اړخو له خوا ورته گواښونه شوي دي، د يوه ټوپک د جواز له پاره غوښتنليک وړاندې کړې وو. د لندشايد غوښتنه رد شوې وه خو هغه بيا په سيمه ایزه محکمه کې دعوا وکړه.
کرمپ کارنباور وويل: «که چېرې سياستوال په ځانگړي توگه په خطر کې وي نو بيا دوی بايد د حکومت له خوا مناسب محافظت ترلاسه کړي. دا هیڅ توپير نه لري چې هغوی فعال دي او که نه او که په فدرالي، دولتي او يا په سيمه ایزه کچه دي.»
تر دې دمخه د کورنیو چارو يوه وياند ويلي ول چې په ځينو استثنايي قضيو کې به ځينو سياستوالو ته د وسلو ورکړه وزغمله شي.
 


د مطلب کود: 200684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200684/د-آلمان-ځيني-سياستوال-ولي-وسلو-غوښتنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com