دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 200686
د پکتیا له زندان څخه د ۷ طالبانو د تښتېدو په قضیه کې ۱۲ دولتي مسوولان ونیول شول
د پکتیا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت له زندان څخه د اووه طالب بندیانو د تښتېدلو په قضیه کې د لاس لرلو په تور یې ۱۲ کسان نیولي دي.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم په دې اړه تاند ته وايي، نیول شوي کسان د زندان ساتونکي، مسوولان دي چې د پکتیا د زندانونو مدیر هم په کې شامل دی.
ښاغلی تبسم زیاتوي، دا کسان د طالب بندیانو په تېښته کې د غفلت له کبله تر څېړنو لاندې دي او که قضیه کې یې لاس لرل ثابت شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
دوه شپې وړاندې د پکتیا چارواکو تاند ته خبر ورکړ چې له مرکزي زندان څخه یې اووه طالب بندیان وتښتېدل خو وروسته چارواکو وویل چې په دغو ۷ تنو کې یې یوازې ۳ تنه طالبان وو.
 
https://avapress.com/vdch6vni-23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته