کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوهنې وزارت لا هم په ۱۸۳ ولسوالیو کې لاس په لاس د ښوونکو معاشونه ورکوي

24 جدی 1398 ساعت 18:12

د جدي ۲۴مهة د پوهنې وزارت وايي، دا مهال د ۶۶ سلنه ښوونکو معاش په الکترونیک ډول او د ۱۸۳ ولسوالیو د ښوونکو معاش د معتمد په لاس ورکوي خو له دې وروسته به د ټولو ښوونکو معاشونه په الکترونیکي ډول حواله کېږي.


د دې وزارت ویانده نوریه نزهت  وايي، دا کار د ناقانونه اخا‌ذۍ د مخنیوي او د شفافیت په خاطر کوي تر څو ښوونکي فکري ارامښت د خپلو معاشونو په تړاو ترلاسه کړي.
نوموړې وايي، تر دې دمه د ۱۹۵ زره او ۲۷۵ ښوونکو معاشونه د موبایل او بانک له لارې حواله کېږي او په دې یې کار روان کړی دی چې دا پروسه تر اخره پورې ورسېږي: (( دا مهال زموږ د ۶۶ سلنه ښوونکو معاش د بانک له لارې او په ۴۴ ولسوالیو کې د ۸ سلنه ښوونکو معاش د موبایل میني پروګرام له لارې حواله کېږي.))
نوموړې وايي، همدا راز د لغمان، پکتیکا، پنجشیر، نورستان، زابل، خوست، تخار، بلخ، لوګر، پروان، بدخشان، فراه، بغلان، هلمند، دایکنډي، ننګرهار، پکتیا او کونړ په ۱۸۳ ولسوالیو کې د فني او امنیتي مشکلاتو له امله ښوونکي د معتمد په مرسته معاشونه ترلاسه کوي چې په وینا یې ژر به دا سیسټم هم الکترونیک ته واړوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د یو شفاف سیستم په رامنځته کولو له ټینګار سره ویلي وو چې ښوونکو ته به د مسکن او کور اسانتیاوې هم برابروي، چې تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی.
په افغانستان کې ښوونکي هغه قشر دی چې تر ټولو کم دولتي معاشونه او امتیازات ترلاسه کوي.
 


د مطلب کود: 200687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200687/پوهنې-وزارت-لا-هم-په-۱۸۳-ولسوالیو-کې-لاس-د-ښوونکو-معاشونه-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com