دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 200688
د "باختر افغان" هوايي شرکت بېرته فعالیږي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تېر ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بېرته پیلول منظور شول.

د باختر افغان هوايي نیمه دولتي شرکت په ۱۳۴۵ کال کې په افغانستان کې داخلي پروازونه تر سره کول، خو په دغه هېواد کې د اوږدو جګړو له امله یې سقوط وکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۴مه په یوې اعلامیې کې ویلي: "د ملي تدارکاتو کمېسیون پر ۲۹ تدارکاتي موضوع ګانو د بحث په پایله کې له څلور نیم میلیارډ څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۸ تدارکاتي موضوع ګانې د اریانا افغان هوايي شرکت اړوند، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیا پيلولو او پانګونې طرحې د وړاندیز په ګډون منظور شوې."
ولسمشر محمد اشرف غني د تېر ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۳مه هم ویلي و، چې باختر افغان هوايي شرکت به په شپږو میاشتو کې په فعالیت پیل وکړي.
ښاغلي غني د باختر افغان هوايي شرکت پر واضح اقتصادي تحلیل په ټینګار سره ویلي و چې ددغه شرکت په ایجادولو کې باید بین المللي معیارونه په پام کې ونیول شي.
په افغانستان کې د طالبانو د تحریک تر سقوط وروسته یو شمېر خصوصي هوايي شرکتونو په فعالیت پیل وکړ، چې ځیني یې د بېلابېلو لاملونو له مخې بېرته بند شول.
دا مهال په افغانستان کې یوازې اریانا افغان هوايي دولتي شرکت او کام ایر هوايي خصوصي شرکت فعالیت کوي.
که باختر افغان هوايي شرکت فعاله شي په دغه هېواد کې به د هوايي شرکتونو شمېر دریو ته ورسېږي.
د افغانستان شرایطو تو په کتو دا مهال په کور دننه داخلي پروازونو ته زیاته اړتیا لیدل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoye8ouqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته