دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 200689
شکایاتو کمیسیون۲۱ ولایتونو کې ۱۰۹ محلونه باطل شمیرلي
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، دوی په خپلو کارونو کې بریالي دي. د دې کمیسیون مشرې نن په یوه خبري ناسته کې وویل،چې په ۲۱ ولایتونو کې یې ۱۰۹ محلونه باطل او ۵۳۱۵ محلونه به له سره وشمیرل شي. د یاد کمیسیون مشره زهره بیان وايي، له دوی سره په ټوله کې ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي وو،چې له ډلې یې ۹۸۶۶ بیرته رد شوي دي.

هغې دغه راز زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ترمنځ له یو او بل سره همکاري موجوده ده او تر دې دمه هیڅ راز جدي ستونزه نشته.
تر دې وړاندې د شکایاتو کمیسیون ویلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ځینو مواردو کې له دوی سره مرسته نه کوي.
د شکایاتونو کمیسیون ټینګار وکړ،چې د پاتې شکایتونو په اړه به هم ډېر ژر خپله پرېکړه وکړي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو څه کم ۴ میاشتې تیریږي خو لا یې هم وروستۍ پایلي نه دي اعلان شوي او نه یې هم د اعلان مشخصه موده معلومه شوې ده.
په افغانستان کې د ټاکنو مسله لومړی ځل نه ده ،چې کشمکشونه په کې زیات دي له دې وړاندې هم ټاکنې له ورته برخلیک سره مخ وي او په جنجالي حالت کې پایلې اعلان شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcaawnuo49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته