هغې دغه راز زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ترمنځ له یو او بل سره همکاري موجوده ده او تر دې دمه هیڅ راز جدي ستونزه نشته.
تر دې وړاندې د شکایاتو کمیسیون ویلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ځینو مواردو کې له دوی سره مرسته نه کوي.
د شکایاتونو کمیسیون ټینګار وکړ،چې د پاتې شکایتونو په اړه به هم ډېر ژر خپله پرېکړه وکړي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو څه کم ۴ میاشتې تیریږي خو لا یې هم وروستۍ پایلي نه دي اعلان شوي او نه یې هم د اعلان مشخصه موده معلومه شوې ده.
په افغانستان کې د ټاکنو مسله لومړی ځل نه ده ،چې کشمکشونه په کې زیات دي له دې وړاندې هم ټاکنې له ورته برخلیک سره مخ وي او په جنجالي حالت کې پایلې اعلان شوې وې.