کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان او پاکستان کې يخي هوا او اورښتونو ۸۰کسان وژلي

24 جدی 1398 ساعت 18:18

په تيرو څو ورځو کې په افغانستان او پاکستان کې واورې ښویدنې، سیلابونو او يخي هوا تر۸۰ زیات کسان وژلي دي. دغه خبر چارواکو د سه شنبې په ورځ ورکړی دی او په خبره یې د خلکو د ژغورنې په هڅه کې دي.



د پاکستاني چارواکو په وینا د واورې او اورښتونو له کبله رامنځ ته شویو پیښو کې په دغه هیواد کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. پر دې سربیره د یو شمېر کسانو د لادرکه کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.
همداشان افغان چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې د درنې واورې او اورښتونو له کبله ۳۹ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ډیر زیان اوښتی دی. د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر نعمان راجا، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه سیمه کې ۲۳ کسان وژل شوي او لس لادرکه دي.
همداشان د کشمیر په نیلم دره کې د واورې ښویدنې په پایله کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه هیواد په شمالي غرنۍ سیمه کې ښوونځي تړل شوي او لویې لاري بندي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې د اورښتونو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ایالت د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي محمد یونس، یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې د واورې او اورښتونو اړونده قضیو کې په دغه ایالت کې ۱۹کسان وژل شوي دي چې زیاتره يې ماشومان او ښځې دي.
د افغانستان د طبیعي آفاتو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي، ویلي دي چې په افغانستان کې تر ۳۰۰ زیات کورونه یا په بشپړه توګه نړیدلي دي او یا ورته جزوي زیان اوښتی دی.
عظیمي، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې: «د یخنۍ څپه، درنه واوره او سخت اورښتونه چې دوې اوونۍ ترمخه پېل شوې، زیانونه رامنځ ته کړي دي.» د هغه په خبره زیاتره مرګ ژوبله د کورونو د چتونو د رالوېدو له کبله رامنځ ته شوې ده چې درنې واورې پوښلي ول.
تر ټولو زیات د کندهار، هلمند، زابل او هرات ولایتونه زیانمن شوي دي. د عظیمي په خبره په هرات ولایت کې د ماشومانو په شمول اووه تنه چې د یوې کورنۍ غړي ول د چت د رالوېدو له کبله وژل شوي دي.
سخت ژمی په افغانستان کې زیاتره مهال د خلکو د ژوند په بیه تمامیږي او دغه هیواد له نړیوالې ټولنې څخه د میلیاردونو ډالرو د مرستو پر ترلاسه کولو سربیره لا هم له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دی.
 


د مطلب کود: 200692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200692/په-افغانستان-او-پاکستان-کې-يخي-هوا-اورښتونو-۸۰کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com