د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار د ولایت مقام دفتر مخې ته یو کس نیولی چې غوښتل یې د ننګرهار په والي شاه محمود میاخېل برید وکړي او ویې وژني.
د ننګرهار والي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((بس بلا وه برکت یې نه و، یو کس حکمت الله د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی چې زما د ترور پلان یې درلود، د ولایت مخې ته ونیول شو.))
د ننګرهار والي لیکلي دغه کس تر دې وړاندې په جلال اباد ښار کې د یو جومات مؤذن هم ترور او وژلی و.