دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 200753
د ولسمشر نوي حکم د سولې عالي شورا حاشیې ته یوړه
افغان حکومت پرېکړه کړې چې د سولې اړوند ټول کارونه به له دې وروسته د سولې په چارو کې له دولت وزارت سره په همغږۍ ترسره کېږي چې د سولې عالي شورا به په حاشیه کې پاتې شي. ولسمشر غني تېره ورځ مازیګر یو حکم صادر کړی چې په کې راغلي دي د سولې ټولې چارې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې په همغږۍ ترسره کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه وزارت ته د سولي د چارو د هماهنگۍ د ارشدې کمېټې د دارالانشا دنده سپارلې ده او د دغې کمېټې کار دا دی چې د سولې په مختلفو ابعادو د پريکړو همغږي رامنځته کړي.
ولسمشر د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته په داسې حال کې د صلاحیتونو د زیاتولو حکم ورکړی دی چې د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، همکارانو یې او د شورا غړو پنځه میاشتې کېږي چې خپل معاشونه او امکانات نه دي ترلاسه کړي.
د سولې شورا په رهبرۍ نیوکه ده چې په لسو کلونو کې یې د سولې اړوند هیڅ کار نه دی کړی.
 
https://avapress.com/vdccpxqi12bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته