کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۹کلنو لوبغاړو انګلستان ته تدارکاتي کریکټ لوبه کې ماته ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1398 ساعت 13:11

د هېواد د ۱۹کلنو عمر لاندې لوبډلې سې‎شنبې(د مرغومې په ۲۴مه نېټه) په یوه تدارکاتي لوبه کې انګلستان ته د ۲۱منډو په توپیر ماته ورکړه.


په دې لوبه کې د هېواد کریکت لوبډله بریالۍ شوه چې پچه وګټي او خپله یې توپ وهنه پیل کړه.
د هېواد لوبغاړي وتوانیدل پنځوسو اورونو کې د ۸لوبغاړو سوځېدو سره ۲۰۵منډې جوړې کړې. لوبه کې عبدالرحمن ۵۴ او محمد اسحاق ۴۳ منډې وکړې.
خو پر وړاندې یې د سیالي انګلستان لوبدلې غړي، لوري بلیک کولین هم درې لوبغاړي وسوځول.
توپ وهنې برخه کې انګلستان کله چې ۴۷ اور ته ورسید د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۴ منډې وکړې او پایله کې بریا یې د ۲۱ منډو په توپیر افغان لوبغاړو ته وسپارله.
انګلستان ته لوري جوي ایویسون ۳۷ او جیک هاینیس ۲۹ منډې وکړې.
په همدې حال کې افغان لوبغاړو د توپ وهنې په برخه کې عبدالرحمن درې، نوراحمد او شفیق الله غفاري په وار سره دوه دوه سیال لوبغاړي له میدانه ویستل.
 


د مطلب کود: 200754

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200754/د-۱۹کلنو-لوبغاړو-انګلستان-ته-تدارکاتي-کریکټ-لوبه-کې-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com