دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 200762
د هند او پاکستان کشمیر کې واوره ښوېیدنه ۶۹ تنه وژلی دی
  پاکستانی او هندی چارواکې تایید کړی دی چی ددی دوو هیوادونو اداری لاندی کشمیر کې واوری ښوېیدنې له امله تراوسه ۶۹ تنه وژل شوی دی.

 
رویترز خبرګزاری ددی هیواد چارواکو څخه په نقل سره سه شنبه ورځ ویلی دی چی کشمیر کې د یوی سیمی خلګ د واورو لاندی بند پاته دی او تراوسه د هغوی راوتلو باندی نه دی توانیدلی.
 
پاکستان ځینی چارواکې ویلی دی چی د سختو واورو اوریدنو له امله په کشمیر کې څو کلۍ د نیلم په دره کې تر واوره لاندی شوی او د تلفاتو ډيریدو احتمال شته.
 
د ژغورنې ډلو چارواکو په وینا تراوسه ۵۰ تنه د هلیکوپتر په ګټه اخیستنې سره ژغورلی او آمادګی د سیمی اوسیدونکو سره مرستې لپاره صورت نیولی دی.
 
دا چارواکې د نورو واورو اورېدو څخه هم خبرداری ورکړی او ویلی دی چی ددی پیښی په ترڅ کې ۵۰ مسکونی کورونه خراب شوی دی.
 
عمران خان، د پاکستان صدراعظم د قربانیانو کورنیو سره غم شریکی کړي او خپل تویتر پاڼه کې لیکلی دی: زه د بحران ملی اداره، اردو او ایالتی چارواکو څخه غواړم چی زیان ته رسیدونکو ته په کشمیر کې مرسته ورسوی.
 
https://avapress.com/vdccexqii2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته