دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 200775
کرزي، د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو د ناستې له برابرولو مننه کړې
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي سره د افغانستان په سوله لیده کاته کړي دي.
د حامد کرزي دفتر  په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی کرزی دا مهال د هند رای سینا کنفرانس ګډونوال دی او له ضمیر کابلوف سره یې د سولې پروسې په اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي کرزي په دې لیدنه کې د مسکو د ناستې جوړولو له کبله له روسیې مننه کړې چې د بین الافغاني ناستې لپاره یې زمینه سازي کړې وه.
حامد کرزی دا مهال هند ته تللی اوهلته یې د جرمني له باندنیو چارو وزیر سره هم د افغانستان په سوله خبر کړې دی.
بلخوا ضمیر کابلوف هغه کس دی چې د افغانستان د سولې په رابطه یې نظر زهرجن بلل کېږي او ویل کېږي چې همدغه کس له مسکو سره د طالبانو رابطه جوړه کړې چې اوس یې یو شمیر سیاسیون هم په افغانستان کې خپل کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcguz9xnak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته