دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 200777
محب او جواد ظریف په سیمه ییزو حالاتو غږېدلي

نن د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره پر سوله او سیمه ییزو حالاتو بحث او خبرې کړي دي.
د ملی امنیت شورا د یوې تازه خبرپاڼې له مخې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن په نوي ډهلي کې د ایران
د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره دا ناسته په سیمه کې د وروستیو کړکیچونو له امله کړې ده.
دواړه لوریو د افغانستان د سولې د پروسې سربېره د ایران او امریکا ترمنځ په وروستیو سیمه ییزو حالاتو هم غږیدلي دي.
محب په دغې ناسته کې د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، افغانستان په سیمه کې له وروستیو حالاتو څخه تشویش لري،‌ولي هیله لري چي مسایل د مذاکراتو له لاري حل کړی شي.
محب زیاتوي، چي ورستیو پیښو له امله د افغانستان د سولي پروسه باید متضرره نشي او د سیمي‌په کچه له دې پروسې سره لازمه او رښتینې همکاري وشي څو پایدارې سولې ته د رسیدو زمینه برابره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریق هم محب ته ډاډ ورکړ چي هیواد یې د افغانستان د سولي له پروسې کلک ملاتړ کوي او هیله لري،‌چي دا پروسه نتیجه ورکړي.
جواد ظریف وایي،‌چي حکومت یې له افغان حکومت سره اوږدمهالو او رغوونکو همکاریو ته ژمن دی.
جواد ظریف زیاتوي، چې دوی له خپلو حقوقو کلکه دفاع کوي او د دې ملاتړي دي چې د سیمي له هېوادونو سره ښې او پراخې اړیکي ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې وروستی کړکیچ هغه مهال رامنځته شو کله چې د امریکایي ځواکونو له لوري د یوه هوایي برید پر مهال په عراق کې د ایراني ځوک لوړ رتبه قومندان قاسم سلمیاني ووژل شو.
د ایراني قومندان قاسم سلیماني له وژلو وروسته ایران هم کلک غبرګون وښود او پر امریکایی ځواکونه یې د غچ اخیستلو پر موخه په عراق کې د هغوی په اډه توغندیز بریدونه وکړل.
له دغې بریدونه وروسته دواړه لوری یو بل سره ښکر په ښکر شوي دی، په سیمه کې نږدې مېشت هېوادونه ټول په دې ویره کې دي چې د ایران او امریکا د کړکیچ له امله ورته زیانونه وانه وړي.
په ورته مهال د ایران او امریکا د کړکیچ پر دوام ایراني ځواک تېره چهارشنبه په یوې تېروتنې سره د جنګي الوتکې پر ځای د اوکراین یوه مسافر وړونکې الوتکه هم وویشتله چې له امله یې سپاره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شو.
په لومړیو کې ایراني حکومت ادعا کړې وه چې ګواکې یاده الوتکه د تخنیکی ستونزو له کبله لویدلې ده، خو ورسته یې رسمآ ومنله چې د دوی له لوري په تېروتنې سره ویشتل شوې وه.
 
https://avapress.com/vdciyuaryt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته