دی وایي په دې ولایت کې یې په بیلابیلو سیمو کې له قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو او سپين ږیرو سره ناستې ترسره کړي دي.
د دغه حرکت غړي چې ارزګان ولايت ته ورغلي، د وروستيو درنو اورښتونو او سېلابونو له کبله راګير پاتې دي.
وطندوست وایي، په دې ناستو کې يې له ولسونو غوښتي څو نور چوپ پاتې نه شي او د سولې په اړه خپل غږ پورته کړي.
د وطندوست په خبره دایې هم له لسونو غوښتي څو د جګړې پر ښکیلو خواوو فشار راولي څو افغان وژنه بنده او اوربند او بیا سوله وکړي.
وطندوست دغه راز زیاته کړه،چې له د اروزګان او کندهار د لارې له خلاصیدو وروسته به د دوی حرکت بیرته کندهار ولایت ته ستنیږي او هلته به د سولې او اوربند ملاتړ لاریون کوي.
دوی وایي پام کې لري،چې سپین بولدک ولسوالۍ ته هم لاړ شي او له ولسونو سره وګوري.
افغانستان کې د سولې ولسي حرکت تازه تیره میاشت د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر پيل کړی،چې تراوسه یې فراه، نیمروز،هرات او کندهار ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده ،چې په دې وروستیو کې د سولې په تړاو هڅې یوځل بیا تیزې شوي، خو تازه د ارګ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ اختلافات هم رامنځته شوي او خلک یې اندیښمن کړي دي.
ارګ په اوربند ټینګار کوي خو، اجرائيه ریاست بیا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی.