دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 200788
د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمېشنران په دوه نیم کاله بند محکوم شول
استېناف محکمې د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمېنشران له واک څخه د ناوړه استفادې له امله هر یو په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم کړل.

د تېري ورځې راپدېخوا د یادو کمېشنرانو د استېناف محکمه روانه وه، چې نن چهارشنبه د "مرغومې پر۲۵مه" له درنو جرمنو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې لخوا یاده پرېکړه ورته واورول شوله.
یاد کمېشنران په تېرو پارلماني ټاکنو کې له دندې څخه په ناړوه استفادې، د رایو په اضافه کولو او بډو اخیستلو باندې تورن دي.
د استېناف محکمې قاضي انیسه رسولي وویل:"دا پرېکړه قاطع او وورستۍ نه ده، په مخکې یوه بله محکمه هم لرئ،تاسو کولای شئ د تمیز غوښتنه وکړئ."
خو د یادو کمېشنرانو مدافع وکیلانو د محکمې پرېکړه سیاسي وبلله.
دا د یادو کمېشنرانو دوهمه محکمه وه، تر دې مخکې د روان کال د وږې میاشتې پر ۱۲مې نېټې ابتدايي محکمې هم یاد کمېشنران هر یو په پنځه ـ پنځه کاله بند محکوم کړي وه.
په یادو کمېشنرانو کې د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس ګلاجان بدیع صیاد، سید عبدالحفیظ هاشمي، وسیمه بادغیسي، معاذالله دولتي، رفیع الله بېدرا، نادر قریشي، ملیحه حسن او د ټاکنیزو شکایتونو مخکني رئيس عبدالعزیز اریايي، کمېشنر بصیر فایز او حمرا حقمل شامل دي.
د یادې محکمې پرمهال د ټاکنو کمېسیون پخواني کمېشنره وسیمه بادغیسي حاضره نه او محکمې د هغې په غیاب کې نوموړي ته د نورو کمېشنرانو ترڅنګ دغه پرېکړه واوروله.
وسیمه بادغیسي چې ویل کېږي دا مهال په ترکیې کې ده، د کمېشنرانو په لومړۍ محکمې هم حضور نه لاره.
د افغانستان تېرې پارلماني ټاکنې چې د پایلو اعلان یې څه باندې شپږ میاشت وخت ونیوۍ له جنجالي ټاکنو څخه بلل کېږي، تر هغه وروسته یاد کمېشنران د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۲مه نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې له دندو څخه لیرل شول او پر ځای یې نوي کمېشنران معرفي شول.
 
https://avapress.com/vdcaawnua49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته