کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استیناف محکمې د پخوانیو ټاکنیزو کمېشنرانو د بند موده سمه نیمه راکمه کړه

26 جدی 1398 ساعت 10:14



له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړې استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۰ پخواني کمېشنران د لومړنۍ محکمې د ۵ کلن زندان تېرولو د امر برخلاف په ۲ نیم کاله زندان محکوم کړل.
د دغو کمېشنرانو استیناف محکمه د سه شنبې په ورځ پيل وشې او نن چهار شنبه د قضايي پلاوي د مشرې انیسه رسولي په پریکړه اورولو پای ته ورسېده او ټول کمېشنران یوازې د ۴ محلونو د رایو په کمولو کې مجرم وبلل شول.
د محکمې د حکم له مخې به د دواړو کمېسیونونو د پخوانیو مشرانو بدیع صیاد او عبدالعزیز اریايي تر څنګ حمیرا حقمل، عبدالبصیر فایز، عبدالبدیع صیاد، معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، ملیحه حسن او حفیظ‌ الله هاشمي به ۲ کاله او ۶ میاشتې زندانیان وي، خو د قاضیه انیسه رسولي په وینا دا پریکړه وروستۍ نه ده بلکې تورن کسان د تمیز غوښتنه هم کولی شي.
نوموړې همدا راز دوه پخواني کمېشنران دستګیر هدایت او علي رضا روحاني بې ګناه اعلان کړل.
د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران د ولسي جرګې په ټاکنو کې د لوړ فساد له کبله لومړی ممنوع الخروج اعلان شول او پنځه نیمې میاشتې وړاندې پرې محکمې د ۵ کاله زندان تېرولو امر وکړ چې له دې منځه یوازې وسیمه بادغیسۍ له هېواده بهر وه او نور ټول زنداني وو.
 


د مطلب کود: 200798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200798/استیناف-محکمې-د-پخوانیو-ټاکنیزو-کمېشنرانو-بند-موده-سمه-نیمه-راکمه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com