دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 200799
ملا تره خېل، د حج و اوقافو وزیر ته د یوې څپېړې ۳ سوه زره ډالر تاوان ورکړ
د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره خېل او د ارشاد حج و اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب تر منځ لانجه په ۳۰۰ زره ډالرو خلاصه شوه.
ملا تره خېل د کوچیانو د حج د سهم په تړاو لانجه کې مولوي حکیم منیب د ارګ په جومات کې په څپېړه وهلی و چې تر منځ یې نن جرګه وشوه او جرګې ښاغلی تره خېل ملامت وباله.
د روغې جوړې په دغه جرګه کې مولوي تره خېل مکلف کړای شوی دی چې د یوې څپېړې په بدل کې به مولوي عبدالحکیم منیب ته درې سوه زره ډالر تاوان او د شخصیت اعاده ورکوي.
د دغې جرګې په پریکړه کې د کوچیانو ګڼو استازو، د دواړو لوریو قوميانو، خپلوانو او دیني عالمانو تر څنګ تر ډېره د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد او د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق احدي دخیل بلل شوی دی.
بلخوا مولوي منیب هم د ناغې له ۳ سوه زره ډالرو څخه ۵۰ زره ډالر جرګه مارانو ته د ښه نیت له مخې ورکړې.
 
https://avapress.com/vdccoxqio2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته