دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 200800
غني: غیرمسؤله وسله وال به یا مسؤل یا به یې بې وسلې کړو

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د کابل له ښاریانو سره د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د ۱۸ او ۱۹ مې ناحیې او ده سبز ولسوالۍ له اوسیدونکو سره وکتل.
د یادوسیمواوسیدونکو ولسمشرته په اتلسمه ناحیه کې د پولیسو حوزې، روغتون، پوهنتون،د فاتحې سالون، پارکونو، سټډیوم، منظم ټرانسپورټ او برېښنا د نشتوالي، د خامو سرکونو، د ځمکو د غصب، ناامنۍ، بې عدالتۍ، د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې او تاوتریخوالي، معارف، د اوبو د کموالي، د ژوند د نامناسب چاپیریال، د اتلسمو او نولسمو ناحیو د معارف حوزو د ایجاد، د نشه یي توکو ستونزې په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
په ورته مهال ولسمشر غني به خپلو خبرو کې وویلې،چې ولسي هنداره کې دولس انځور ښه نه دی نو په همدې موخه یې له ولسونو سره مخامخ لیدنې پيل کړلې.
هغه په ټینګار سره غیر مسؤله وسله والو ته ګواښ وکړ،چې له دې وروسته به غیر مسؤله وسله وال یا مسؤل او یا به یې بې وسلې کړي.
ولسمشر غني دغه راز زیاته کړه،چې مسؤلینو له دې وړاندې د خلکو په حق کې لیدونکې سترګې، اورېدونکي غوږونه او کارنده لاسونه، نه لرل او دا وضعیت ورته هیڅ د منلو نه دی.
هغه یوځل بیاهیواد غاصبینو ته په اشارې وویل،غاصب نور ځای نه لري، او پر وړاندې به یې جدي اقدامات کېږي.
ولسمشر زیاته کړه: ((هیڅوک تر قانون لوړ نه دي، نو چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد جنګېږو، د زورواکانو پر وړاندې ولې بې تفاوته شو)).
محمداشرف غني مسوولینو ته لارښوونه وکړه،چې ده سبز کې باید د پانګونې زمینه برابره او د کابل په انکشافي ساحه بدله شي.
هغه زیاته کړه، په راتلونکو درې کالو کې د معارف، اوبو او برېښنا ستونزې په اساسي توګه حل کېږي.
ولسمشر غني وویلې،چې دی په قاطعیت سره هر اړخیز اصلاحات غواړي او په راوستو کې به یې تر وروستي بریده هڅه وکړي.
هغه زیاته کړه: (( زه غواړم، چې ولس له سانسور پرته ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې په ازادانه توګه راته ووایي،چې د حل لپاره یې پر وخت اقدامات وکړو)).
ولسمشر تیره ورځ هم ویلي وو ، چې حکومت به د غاصبینو نومونه په ډاګه او له هیواده به یې ممنوع الخروج اعلان کړي.
 
https://avapress.com/vdcfxxd0xw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته