کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شینوارې: د ټاکنو کمېسیون راسره لازمه همکاري نه ده کړې

25 جدی 1398 ساعت 19:01


د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشرې زهرا بیان شینوارې شکایت کړی چې د ټاکنو کمېسیون له دوی سره لازمه همکاري نه ده کړې.
اغلې بیان شینوارې په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ټاکنو کمېسیون ځینې غړي ورسره همکاري نه کوي او له همدې کبله تر اوسره د ۲۱ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه نه ده پيل شوې.
اغلې بیان زیاتوي، د ۲۱ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه باید ژر تر ژره پيل شي، خو په دغه ناسته کې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وايي، د رایو د بیا شمېرنې لپاره یې کمېسیون چمتو دی.
نوموړې وايي، د دواړو کمېسیونونو تر منځ پرتې ستونزې حل شوې دي او اوس یې په همغږۍ او کارونو کې هیڅ ستونزه نشته.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې چې د شکایتونو کمېسیون په ۲۱ ولایتونو کې د رایو د بیا شميرنې پریکړه اعلان کړه، تر اوسه باید په دغو ولایتونو کې د رایو شمېرنه پيل شوې وای.
 


د مطلب کود: 200801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200801/شینوارې-د-ټاکنو-کمېسیون-راسره-لازمه-همکاري-نه-ده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com