دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 200804
د طالبانو یو شمېر سرچینې وایي چې مشرانو یې د افغانستان په لویو ښارونو کې د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو پر هوکړې خبرې کوي.د طالبانو یو شمېر سرچینې وایي چې مشرانو یې د افغانستان په لویو ښارونو کې د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو پر هوکړې خبرې کوي.

ه قطر کې د طالبانو یوه سرچینه وایي چې مشر یې ملا هبت‌الله اخندزاده په قطر کې د طالبانو استازو ته ویلي چې له امریکایي پلاوي سره د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه خبرې وکړي.
دغې سرچینې چې له رسنیو سره‌یې د خبرو کولو د اجازې نه‌درلودو په خاطر د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط نن له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، د طالبانو مشرتابه تمه کوي چې په دې، د اوو ورځو په موده کې به د دوی او امریکا ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شي.
له دې مخکې دواړه لوري د تېر کال په اګسټ میاشت کې دا ډول یوې هوکړې ته نږدې شوي و چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په کابل کې د طالبانو د یوې حملې له امله چې د یوه امریکایي پوځي په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره هغه لغوه او هم‌یې خبرې ودرولې.
دغه خبرې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره مخ ته وړي چې له درېدو وروسته‌یې د تېر میلادي کال په وروستیو کې لسم ځل هم مخ ته یووړې، خو داسې ښکاري چې له هغې راهیسې په یوه ولاړ حالت کې دي.
په عین حال کې په کوېټه کې د طالبانو یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام به د دواړو خواوو ترمنځ د باور د رامنځته کېدو لپاره لومړی ګام وي.
دغې سرچینې هم چې له رسنیو سره‌یې په دې اړه د خبرو اجازه نه‌درلوده او غوښتل‌یې هویت‌یې پټ وساتل شي، ټینګار وکړ چې د طالبانو مشرتابه د اوو ورځو په مخه د افغانستان په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي نه پر اوربند چې د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې په دې مسئلې ډېر تأکید کړی دی.
دغې سرچینې نن ازادي راډیو ته وویل چې په قطر کې د طالبانو استازي به نن پر دې موضوع نور بحثونه وکړي او خپله طرحه به له متحده ایالاتو سره شریکه کړي.
د طالبانو دواړو سرچینو دا ونه‌ویل چې دغه اووه ورځې، د تاوتریخوالي کمېدل به له کله په پام کې نیول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjyye8xuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته