دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۱۸
د مطلب کود : 200811
جنرال سکاټ میلر او ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال سره هراته سفر کړی
هرات والي عبدالقیوم رحیمي افغانستان کې د پریکنده مأموریت ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر سره په لیدنه کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه.
جنرال سکاټ میلر چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال سره هراته سفر کړی هرات کې یې د وسله والو مخالفینو پروړاندي دامنیتي ځواکونو د لاس ته راوړنو او فعالیتونو څخه خوښي وښوده.
دغه ناسته کې راتلونکي کې د وسله والو طالبانو پر وړاندي د مؤثره او اغیزمنو عملیاتو ترسره کیدو باندي بحث او خبري اتري تر سره شوي.
دغه راز په پرمختللو پوځي امکاناتو باندي د افغان ځواکونو پر سمبالتیا باندي ټینګار وشو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzvniz23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته