کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال سکاټ میلر او ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال سره هراته سفر کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1398 ساعت 21:18


هرات والي عبدالقیوم رحیمي افغانستان کې د پریکنده مأموریت ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر سره په لیدنه کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه.
جنرال سکاټ میلر چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال سره هراته سفر کړی هرات کې یې د وسله والو مخالفینو پروړاندي دامنیتي ځواکونو د لاس ته راوړنو او فعالیتونو څخه خوښي وښوده.
دغه ناسته کې راتلونکي کې د وسله والو طالبانو پر وړاندي د مؤثره او اغیزمنو عملیاتو ترسره کیدو باندي بحث او خبري اتري تر سره شوي.
دغه راز په پرمختللو پوځي امکاناتو باندي د افغان ځواکونو پر سمبالتیا باندي ټینګار وشو.


د مطلب کود: 200811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200811/جنرال-سکاټ-میلر-او-ملي-امنیت-د-عمومي-ریاست-مرستیال-سره-هراته-سفر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com