دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 200847
امریکا تېر کال افغانستان کې په ۸ زره بمونو ۸سوه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
په بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، امریکا د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ تر سپټمبره پورې په افغانستان ۸ زره بمونه غورځولي دي چې له کبله یې د ۲۵۰ ماشومانو په ګډون ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې سازمان د اسیا برخې رئیسه پتریشیا ګاسمن وايي، تېر کال په جګړه کې نږدې هر لوري په پراخه پیمانه ملکي تلفات اړولي دي.
نوموړې د خپل سازمان د راپور له مخې وویل، طالبانو د ټاکنو په شپو ورځو کې زیات بریدونه وکړل چې ملکیانو ته یې درانه تلفات واړول، خو د کال په لومړیو کې بیا تر طالبانو زیات تلفات د افغان حکومت ملاتړو ځواکونو اړولي دي.
بلخوا افغان حکومت وايي، د ملکیانو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او دا ډول تلفات زیاتره د طالبانو لخوا اوړي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه تاند ته وايي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د ملکي تلفاتو په راکمولو او صفر کولو کې نهایت کوشش وکړي خو طالبان بیا ملکیان د سپر په ډول کاروي او زیات تلفات هم دغه ډله اړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال د طالبانو بریدونو کې ۲۲۱۹ ملکیان وژل شوي او ۵۱۷۲ نور ژوبل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgtz9xuak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته