کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بشري حقونو د څار سازمان :

امریکا تېر کال افغانستان کې په ۸ زره بمونو ۸سوه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

26 جدی 1398 ساعت 10:26


په بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، امریکا د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ تر سپټمبره پورې په افغانستان ۸ زره بمونه غورځولي دي چې له کبله یې د ۲۵۰ ماشومانو په ګډون ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې سازمان د اسیا برخې رئیسه پتریشیا ګاسمن وايي، تېر کال په جګړه کې نږدې هر لوري په پراخه پیمانه ملکي تلفات اړولي دي.
نوموړې د خپل سازمان د راپور له مخې وویل، طالبانو د ټاکنو په شپو ورځو کې زیات بریدونه وکړل چې ملکیانو ته یې درانه تلفات واړول، خو د کال په لومړیو کې بیا تر طالبانو زیات تلفات د افغان حکومت ملاتړو ځواکونو اړولي دي.
بلخوا افغان حکومت وايي، د ملکیانو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او دا ډول تلفات زیاتره د طالبانو لخوا اوړي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه تاند ته وايي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د ملکي تلفاتو په راکمولو او صفر کولو کې نهایت کوشش وکړي خو طالبان بیا ملکیان د سپر په ډول کاروي او زیات تلفات هم دغه ډله اړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال د طالبانو بریدونو کې ۲۲۱۹ ملکیان وژل شوي او ۵۱۷۲ نور ژوبل شوي دي.
 


د مطلب کود: 200847

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200847/امریکا-تېر-کال-افغانستان-کې-په-۸-زره-بمونو-۸سوه-ملکیانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com