دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 200848
ادریس زمان ایرانی سفیر احضار کړی و
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر ادریس زمان د ایران سفیر احضار کړی و او له هغه یې د ایراني لوړ پوړو چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت غوښتی وو.
ایراني چارواکو له امریکا سره د کړکیچ پر مهال ویلي وو که چېرې امریکا په ایران برید وکړي،نو دوی به هم د غچ اخیستلو پر موخه په افغانستان، عراق او نورو سیمو کې د امریکایی ځواکونو په مهمو اډو او مرکزونو پراخ توغندیز بریدونه وکړي.
د بهرنیو چارو د وزیر ادریس زمان پر وینا د افغانستان په اړه د ایراني چارواکو دغه ډول څرګندنې بالکل ناسمې دي او دا کولی شي چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکي لا پسې نورې هم زیانمنې کړي.
خو ایراني سفیر بهادر امینیان بیا د وضاحت په توګه وایي چې رسنیو د ایراني چارواکو خبرې ناسمې تعبیر کړي دي او هغوی دا ډول څرګندونې نه دي کړی.
نوموړی زیاتوي، د افغانستان ارضي تمامیت ته درناوی لري او هڅه کوي چې د یو ښه ګاونډي په توګه له افغان حکومت او خلکو سره یې ښې اړیکي دوام ولري.
کله چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایراني ځواک لوړ رتبه قومندان قاسم سلیماني د یوه هوایی برید په پایله کې هلاک کړ هغه مهال ایران د غچ اخیستلو پر موخه په عراق کې په امریکایي اډو توغندیز بریدونه وکړل، چې پلان یې په افغانستان کې هم و.
د ایران سفیر هغه مهال هم ډاډ ورکړی و چې هېواد به ېي پر افغانستان برید ونه کړي، خو پر افعان خاوره کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه د تهران چارواکو کار دی.
نوموړي د افغان ولسمشر هغه ژمنه هم ښه بللې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ پر مهال یې خپل دریځ نړیوالو ته روښانه کړ او وې ویل، د افغان خاورې به د هیچا پر ضد کار وانه حیستل شي.
هغه مهال ارګ د قاسم سلیماني له وژلو څو ساعته وروسته په یوې اعلامیه کې لیکلي وو، چې افغانستان له ایران سره دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکي لري، دغه رازاز له امریکا سره هم ستراتیژیک تړون لري چې په دې توګه له دواړو هېوادونو هیله لري چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړی.
ولسمشر غني ویلی و، چې افغانستان له امریکا سره ستراتیژیک تړون له مخې خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې خاوره به يې د بل هېواد په ضد نه کاریږي.
د ایراني سفیر په خبره، داچې ایران د امریکا سره په مختلفو جبهو کې ښکېل دی، خو د قدس ځواک د مشر قاسم سلېماني له وژل کېدو وروسته به ستونزې او مشکلات افغانستان ته نه راوړي.
د یادولو ده چې لاهم د ایران او امریکا ترمنځ په سیمه کې اړیکې کړکېچنې دي دواړه لوري پر یو بل د بریدونو کولو ګواښونه کوي.
 
https://avapress.com/vdchkvni623nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته