کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: د اوکراینۍ الوتکې لویدل یوه ټکان ورکوونکې پېښه وه

26 جدی 1398 ساعت 11:15

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د کاناډا لومړي وزیر جسټېن ټروډو تېر ماښام د ټیلیفون له لارې په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لویدلو په پېښه خبرې او بحث کړی دی.


د ارګ د خبر پآڼې له مخې په دې ټیلیفوني خبرو کې د کاناډا لومړي وزیر او ولسمشر غني د افغانستان د خلکو سربېره په الوتکه کې د ټولو قربانیانو کورنیو ته خپل تسلیت وړاندې کړ او وې ویل دا یوه ټکان ورکوونکې پېښه وه چې زموږ د خلکو د تاثر او زیات خفګان شو.
د کاناډا لومړي وزیر جسټېن تروډو ولسمشر غنی سره په خپلو خبرو کې وویل،”دا یو فرصت دی چې موږ ټول باید په راتلونکو ګامونو تمرکز وکړو څو د نورو پېښو مخنیوی وکړو او یوه ښه کاری ډله ثابته شو..
د ټروډو پر وینا بین المللي ټولنه د اعتبار وړ تحقیقاتو د پرمختګ راتلونکو اقداماتو ته منتظره ده، ترڅو روښانه شي چې ستونزه چېرې وه.
د کاناډا لومړي وزیر په خبره، د دې ترڅنګ چې ایران د دغې پېښې مسوولیت ومانه، باید په شفاف ډول بین المللي تحقیقاتو ته د زمینې برابرولو اقدام هم وکړي او سمه لاره اختیار کړي.
جسټېن خبر ورکړ چې ټاکل شوې ده لومړۍ کارۍ ډله سبا په لندن کې د دغې پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په خاطر د لا زیاتې همغږۍ لپاره غونډه وکړي.
ولسمشر غني هم وویل، د دې لپاره چې د دغې پېښې حقیقت معلوم شي بین المللي ټولنه باید خپل موثر رول ولوبوي او د قربانیانو حقوق دې تامین شي.
د ولسمشر پر وینا، مونږ هم د کاري ډلې یوه برخه یوو او ټینګار مو دا دې چې ایران په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، ځکه زموږ هیوادوال د وضاحت غوښتونکي دي.
ولسمشر غني د خبرو په پای کې وویل، د دې دردونکې پېښې د تحقیقاتو پروسه کې د شفافیت پر مهال د کاري ډلې د دریځ پراخ ملاتړ کوو، هغه زیاته کړه، ایران باید د قربانیانو د کورنیو غوښتنې هم په پام کې ونیسي.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره چهارشنبه یوه اوکراینۍ الوتکه د ایراني ځواکونو له لورۍ په توغندیو وویشتل شوه چې له امله پکې ټول سپاره ۱۷۶ کسان ووژل شول.
په دې الوتکه کې د ایران او اوکراین سربېره د کاناډا او افغانستان ډیر شمېر وګړي هم و چې پکې ووژل شو.
ایران په لومړیو کې ویلي و چې یاده الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالویدلې ده، خو وروسته یې د ډیرو فشارونو له امله ومنله چې یاده الوتکه د ایراني ځواک له لوري په تېروتنې سره ویشتل شوې ده.
د دې الوتکې د لویدلو وروسته په ایران کې زرګونه خلکو لاریونونه هم وکړل او له ایرانۍ حکومته یې وغوښتل چې اوس دې د قربانیانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
 


د مطلب کود: 200850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200850/غني-د-اوکراینۍ-الوتکې-لویدل-یوه-ټکان-ورکوونکې-پېښه-وه

آوا
  https://www.avapress.com