کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا هبت الله له ۷ تر ۱۰ ورځو نسبي اوربند ومانه

26 جدی 1398 ساعت 12:50


ملا هبت الله په ۱۰ ورځې خو په بل روایت کې وايي، چې ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي په راکمولو موافقه کړې ده.
 طالبان به په دغه موده کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو کې ۹۰ سلنه کموالی راولي.
 په دې اړه پرېکړه د طالبانو د رهبرۍ شورا ۲۶ غړو لخوا لیکل شوې او د ملا هبت الله لخوا تایید شوې ده، خو ټینګار یې دا دی چې په دغه موده کې به امریکا له طالبانو سره خامخا د سولې تړون لاسلیکوي.
طالب قومندانان وايي، له امریکا سره مذاکرات نهايي پړاو ته داخل شوي دي او کله هم په هوکړه لاسلیک کېدای شي، خو د تاوتریخوالي د راکمولو اعلان به ولس ته برملا نه کړي.
دا پریکړه ټولو جنګي قومندانانو ته رسېدلې ده او دوی به په دغه موده کې په ښارونو کې ځانمرګي لوی واړه بریدونه، د سړک غاړې چاودنې او هدفي وژنې نه ترسره کوي.
دا ځل طالب جنګیالیو ته امر شوی چې په نسبي اعلان شوي اوربند کې به د افغان حکومت ساحې ته نه ورځي او نه به هم د سړکونو او لویو لارو سر ته راوځي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هند کې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو چې طالبانو په اصولو کې په اوربند هوکړه کړې ده او په افغان ځواکونو به بریدونه نه کوي.
خو افغان حکومت بیا ویلي، د تاوتریخوالي راکمولو او اوربند تر منځ فرق شته.
د ارګ په وینا د تاوتریخوالي راکمولو طرحه عملي نه ده، بلکې که طالبان غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي اوربند دې اعلان کړي.
 


د مطلب کود: 200852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200852/ملا-هبت-الله-له-۷-تر-۱۰-ورځو-نسبي-اوربند-ومانه

آوا
  https://www.avapress.com