دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 200853
محب نن د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو سره د سولې لپاره په اجماع غږېدلی
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د هند او ایران له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع خبرې وکړې.
حمدالله محب  په نوي ډهلي کې د کوربه هیواد له بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر سره په لیدنه کې سولې ته د رسېدو لپاره د سیمه ییزې اجماع ترڅنګ په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو پر اغېزو هم بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي شنکر وویل، هیواد یې د افغانستان ملاتړی دی او د دایمي سولې د راتګ لپاره د پخوا په څېر هر ډول همکاریو ته اماده ګي لري.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا د هند له مرستو په مننې سره وویل، د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په جوړېدنه کې د هند همکارۍ کلیدي ارزښت لري او افغانستان هیله لري،‌ چې په دې برخه کي همکاري تر لاسه کړي.
حمدالله محب  د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم کتلي او ورسره یې ټینګار کړی چې د سیمې لانجې باید افغان سوله زیانمنه نه کړي.
محب دا مهال په هند کې دی او نن یې د رایسینا ۲۰۲۰ سیمه ییز کنفرانس ته د افغانستان په استازیتوب وینا هم وکړه.
 
https://avapress.com/vdcdkz0xsyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته