دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 200863
د کندوز خان آباد په ولسوالی کې طالبانو تهاجمی برید له امله امنیتی ځواکونو ته درنه تلفات اوښتی دی  
تیره شپه طالبان کندوز خان آباد ولسوالی کې یو امنیتی پوسته باندی برید کړی وو، څو تنه امنیتی سرتیری یی په شهادت رسولی او ددی پوستی مهمات او اسلحی هم د ځان سره وړی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: انعام الدین رحمانی د کندوز پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: نن سهار ۱ بجی په شاوخوا طالبان د خان آباد ولسوالی په مربوطاتو کې ګدام پوسته باندی برید کړي دی. نښته دوه ساعته دوام درلود چی مرستندویه ځواکونو په رسیدو سره مخالفین په شاټمبول شوی دی.
 
رحمانی دواړو لورو ته تلفات اوښتل منلی دی خو ویلی دی چی تراوسه مشخص آمار په لاسته کې نشته.
 
خو بله سرچینه تاییدوی چی ۲ تنه ضابط او ۱۰ تنه ملی پولیس سرتیری په دی برید کې په شهادت رسیدلی او طالبان ټول وسلی او مهمات د ځان سره وړی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcep78wxjh87vi.r6bj.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته