دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 200869
جمهورريیس غني په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د افغان شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ټلیفوني اړيکې له لارې په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د افغان قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي وکړه.
په دې ټلیفوني مکالمه کې لومړی په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د هغو افغانانو د پېژنګلوۍ په اړه چې په یاده پېښه کې شهیدان شوي وو، معلومات وړاندې کړل.
هغه وویل: د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په موخه یوه کمېټه جوړه شوې، افغان شهیدان پېژندل شوي او یو شمېر یې خاورو ته سپارل شوي دي.
په ایران کې د افغانستان سفیر زیاته کړه: د جمهورريیس د تسلیت او همدرۍ پیغام او د شهیدانو له کورنیو سره د مرستې په خاطر لارښوونې یې، هغوی ته رسولې دي.
جمهورريیس غني په خپلو خبروکې یو ځل بیا په دې پېښه کې د افغان شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ د مراتبو څرګندولو پر مهال وویل: هره کورنۍ چې وغواړي د خپل شهید جسد کابل ته راولېږدوي، حکومت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهورريیس زیاته کړه: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د هغو هېوادونو په ایجاد شوي کاري ګروپ کې د ګډون په موخه چې په دې پېښه کې ډېری قربانیان لري، بریتانیا ته تللی چې د بین المللي مقرراتو پر بنسټ د دغې پېښې د قربانیانو حقوق تشخیص او مسوولیتونه واضح شي.
جمهورريیس غني وویل: نن هر افغان ستاسې په غم او اندېښنه کې خپل ځان شریک بولي او ستاسې درد، زموږ شریک درد دی.
هغه زیاته کړه: زه د جمهورريیس په توګه د خلکو لومړنی خدمتګار یم او ستاسې د غوښتنو د پوره کولو، د حقونو د تامین او په ایران کې د افغانستان سفارت د اجرااتو په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو یم.
د دغې ټلیفوني اړيکې په پای کې د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب محمد مهدي سعادت د جمهورريیس د غمشریکۍ او په ایران کې د افغانستان سفارت د همکارۍ مننه وکړه.#
https://avapress.com/vdcaiwnuo49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته