دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 200871
استاد سرور دانش : دخبريالو ښځوپه ستونزو پورې اړوندو قضيو ته رسيدګي به ، دګډې کمېټې دکار په لومړيتوب کې ځاى ولري .
د ( ژورناليستو ښځو فرصتونواوننګونو) کنفرانس نن په افغانستان کې دژورناليستو ښځو دملاتړ دمرکز ، په راډيو ټلويزيون کې دښځودټولنې او د ژورناليستو ښځودټولنيزې ټولنې په ملاتړ ، په کابل کې جوړ شو . دغه کنفرانس دجمهوري رياست ددويم مرستيال استاد سرور دانش ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې ساپۍ ، ددې وزارت دمالي ، اداري اوګرځندوى دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ،درسانه يي بنسټونو ديوشمېر مسوولانو او دهېواد له مرکز او ولايتونو څخه دښځينه خبريالانو په شتون جوړ شو .

  په دې کنفرانس کې  دجمهوري رياست دويم مرستيال استاد سروردانش  دښځو دحقوقو او له ازادو رسنيوسره  دملاتړ په باب  دافغانستان دحکومت دژمنو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل : حکومت  دپخوا په شان  له ښځو سره  په ملاتړژمن دى او په دې ژمنه کې  هيڅ راز  خلل او ترديد شتون نه لري .
دجمهوري رياست  ددويم مرستيال  دڅرګندونوله مخې ، دافغانستان حکومت دسولې په بهير کې  دغه راز  دجمهوريت  اودهېوادوالى دحقوقواو په تېره بيا دبشر  دحقوقو اودښځو دحقوقواودبيان دازادى  په ساتنې باندې ټينګارکوي اودغه ارزښتونه  دخپلو اساسي اصولو يوه برخه بولي .
  استاد دانش  دخبريالانودامنيت او خونديتوب دتامينولو او دښځو پرخلاف  او دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي له قضيو سره دمقابلې په باب وويل  چې په وروستيو کلونوکې  داسې لارې چارې  په پام کې نيول شوي دي چې دخونديتوب په تامينولو او بېلابېلو قضيو ته  په رسيدګي کې يې  ستره مرسته  کړې ده .
استاد دانش  په دې کنفرانس کې  له ښځينه خبريالانو سره دملاتړپه برخه کې وويل  (  له دې وروسته  به دحکومت او رسنيو په ګډه کمېټه کې ، د خبريالو ښځو په ستونزو پورې   ټولو اړوندو قضيو ته  رسيدګي په لومړيتوب کې ځاى ولري  )
هغه له خبريالو ښځو او په ښځو پورې له اړوندو بنسټونوڅخه وغوښتل چې په خبريالو ښځو پورې  ټولې  اړوندې مسئلې او موضوعګانودژورناليستانو له فدراسيون سره  په همغږي کې  دګډې کمېټې  سکرتريت ته  ولېږي  چې  تر څېړنې لاندې ونيول شي .
وروسته  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې   حسينې ساپۍ په خپلو خبرو کې دښځينه خبريالانو دلارې پرسر  يوشمېر  پرتې ستونزې او ننګونې  په ګوټه کړې او په هېواد کې دښځينه خبريالانو ترمنځ په زيات سمون اوهمږي باندې يې  ټينګار وکړ .
حسينې ساپۍ له ټولو  رسانه يي بنسټونو څخه وغوښتل چې په خپلو  بنسټونو کې  دمکافاتو او مجازاتو  له تګلارې څخه کار واخلي  او هغه کسان چې په اغيزمنه توګه کار کوي  وهڅوي او  هغه کسان چې ظرفيت جوړونې ته اړتيا لري  هغوى ته  زده کړييز اودظرفيت دلوړولو پروګرامونه  جوړ کړي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې له خبريالو ښځو سره په ملاتړ کې  ددې وزارت  همکاري څرګنده کړه او په رسنيو کې  دقانون تطبيق يې  مهم اصل وباله
دغه راز په دې کنفرانس کې دهېواد رسانه يي فعالانو نجيبې ايوبي  او فريدې نيکزاد  هم  په خپلو خبرو کې  دخبريالو ښځو يولړ ستونزې  اوننګونې  بيان کړې اودهېواد په رسنيو کې دښځينه خبريالانو شتون يې  ارزښتناک وباله .
هغوى د  خبريالو ښځواو  په ښځو پورې داړوندو رسانه يي بنسټونو دفعاليت په اړوند معلومات ورکړل اوددې کنفرانس جوړول يې  دخبريالو ښځو لپاره  يوه ښه لاسته راوړنه وبلله .
په همدې ترتيب  فهيم دشتي دافغانستان  دژورناليستانو  فدراسيون  په استازيتوب  دافغانستان  له رسنيو او خبريالانو سره  په ملاتړ کې   دجمهور ي رياست ددويم مرستيال  استاد سروردانش او دحکومت او رسنيو دګډې کمېټې درييس  داغيزمن رول له امله  قدرداني وکړه .
هغه له خبريالو ښځو څخه هم وغوښتل چې په خپله  هوډ وکړي او دښځو لپاره  دحقوقو اوعدالت تامينول پرغاړه واخلي  اودافغانستان دژورناليستانو فدراسيون هم  دهغوى په ملاتړ او ترڅنګ  ولاړ دى .
ددې کنفرانس په بهير کې  دهېواد په رسنيو کې  دښځو دفعاليت  له پيل څخه  يو مستند فلم  وښودل شو .
ددې کنفرانس په پاى کې په هغوپنلونو کې چې  ديوشمېر رسانه يي شخصتيونو اومسوولانو په شتون  جوړ شو دمحدوديت  او اطلاعاتو ته  دنه لاسرسي   ، په سمو اودقيقو معلوماتو  په تېره بيا په ولايتونوکې دلاسرسي لپاره  دستونزو  او ننګونو  ، دخبريالو ښځو دکاري امنيت  ،  دښځينه خبريالانو لپاره دکاري خوندي چاپيريال درامنځته کولو  او دښځينه خبريالانو لپاره  دامنيت  ، کاري خونديتوب  او دمناسبې کاري فضا درامنځته کولو په مقصد  دملاتړ په خاطر داقداماتو په باره کې  خبرې وشوې .
https://avapress.com/vdcd5z0xfyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته