کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي کمېدو خبره تایید کړه

26 جدی 1398 ساعت 14:59

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو خبر تایید کړی، او هیله یې ښودلې چې د طالبانو دا پرېکړه د افغان سولې د هوکړې لپاره پر اوچت ګام بدل شي.


 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو خبر تایید کړی، او هیله یې ښودلې چې د طالبانو دا پرېکړه  د افغان سولې د هوکړې لپاره پر اوچت ګام بدل شي.
محمود قریشي وايي، چې طالبانو د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې ده، او پاکستان هیله لري چې د طالبانو او امریکا تر منځ روانې خبرې د سولې پر هوکوې بدلې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوې ويډیو په خپرولو سره وايي، چې افغانستان کې امن او سوله د پاکستان په ګټه ده، او پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر کمېدو نیوکه کوي، او وايي، چې د تاوتریخوالي کمېدل حقوقي او نظامي اړخ نلري او دا کار بې معنا دی.
افغان حکومت افغان سولې بهیر کې خپله طرحه د اوربند رامنځته کول ښيي، او وايي، چې اوربند ټولې نړۍ کې منل شوې لاره ده، افغان حکومت په کراتو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغې چارې ته زړه نه دی ښه کړی.
طالبانو تر اوسه افغان حکومت د سولې خبرو کې د خپل طرف په توګه  نه دی منلی، او د لوبې اصلي اړخ امریکا یادوي، طالبانو تر دې  مخکې ویلي و چې د امریکا په غوښتنه د خپل عملیاتو پر کمېدو غور کوي، او هېڅ ډول اوربند شونی نه دی.
قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې  خبرې دا مهال په رسیمي توګه ندي پیل شوي، خو ښايي همدې نږدې ورځو کې بیا پیل شي.


د مطلب کود: 200888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200888/پاکستان-د-طالبانو-له-لورې-تاوتریخوالي-کمېدو-خبره-تایید-کړه

آوا
  https://www.avapress.com