دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 200897
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د وسله والو ډار اچوونکو پرخلاف ٦٤ ګډ عمليات ترسره  کړي دي.
د کورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر وويل: په عملياتوکې ٩١ ډار اچوونکي وژل شوي، ١٢ ټپيان او ٢٢ نور نيول شوي او ٢٣ وسلې، د درندو وسلو ٧ ګولۍ، ٣ مخابرې، ٣ موټرونه او مهمات ترلاسه شوي دي.
دغه راز د هېواد په بېلابېلو سيموکې ٦٧ ډول ډول ماينونه چې وسله والو ډلو د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو په موخه ښخ کړي وو؛ کشف او شنډ کړاى شول.
https://avapress.com/vdcb9gb5zrhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته