کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جدی 1398 ساعت 15:51

د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژلي دي.


د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د برېښنا  شرکت پنځه کارکوونکي وژلي دي.

د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال وایی، پېښه د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ “زیارت” سیمه کې داسې  مهال رامنځته شوې، چې د برېښنا شرکت د کارکوونکو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی او چادنه یې کړې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت  وايي، یاد کسان د غزني – کندهار ته د غځېدونکي وارداتي برېښنا لېږدوونکي مزي انجینیران وو، چې د شهر صفا سیمه کې پرې چاودنه شوې ده.

برېښنا شرکت وايي، چاودنه مرګ ژوبله لري، خو د وژل شویو د شمېر په اړه یې  څه ندي ویلي.

یاده پېښه نن ( پنجشنبه مرغومې ۲۶ ) شاو خوا دوولس بجي رامنځته شوې ده.


د مطلب کود: 200899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200899/زابل-کې-د-برېښنا-شرکت-پنځه-کارکوونکي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com