دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 200899
زابل کې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي
د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژلي دي.
د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د برېښنا  شرکت پنځه کارکوونکي وژلي دي.

د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال وایی، پېښه د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ “زیارت” سیمه کې داسې  مهال رامنځته شوې، چې د برېښنا شرکت د کارکوونکو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی او چادنه یې کړې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت  وايي، یاد کسان د غزني – کندهار ته د غځېدونکي وارداتي برېښنا لېږدوونکي مزي انجینیران وو، چې د شهر صفا سیمه کې پرې چاودنه شوې ده.

برېښنا شرکت وايي، چاودنه مرګ ژوبله لري، خو د وژل شویو د شمېر په اړه یې  څه ندي ویلي.

یاده پېښه نن ( پنجشنبه مرغومې ۲۶ ) شاو خوا دوولس بجي رامنځته شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnz0xnyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته