دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 200917
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۴۷ باطل شویو محلونو جزئیات خپاره کړل
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغه ۴۷ محلونو جزئیات خپاره کړل چې د شکایتونو په پایله کې يې رايې باطلې اعلان شوې دي.

کابل، پکتیکا، پکتیا، ارزګان، فاریاب او فراه هغه ولایتونه دي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې له مخې د رایو ۴۷ محلونه‌يې باطل اعلان شوي دي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي قطب‌الدین رویدار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډيو ته وویل چې د کمېسیون په دې پرېکړه هم نیوکې شوې دي او د اعتراضونو د څېړنو نه وروسته به‌يې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړه: " دا محلونه ۲۰ يې په کابل، پنځه په پکتیکا، نهه په پکتیا، یو په ارزګان، څلور په فاریاب او دغه‌شان اته نور يې په فراه ولایت کې دي چې د رایو د ابطال پرېکړه‌يې شوې ده، خو دا لومړنۍ پرېکړه ده، په وړاندې يې اعتراضونه شوي دي او دا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ده."
ښاغلي رویدار دا نه‌وايي چې په دې شمېر محلونو کې به څومره شمېر رايې باطلې شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه‌شان وايي چې نن د څېړل شویو شکایتونو په پرېکړو د اعتراضونو وروستۍ ورځ ده او تر دې دمه د ټاکنیزو ټیمونو له لوري ۱۵۶۲ اعتراضونه ثبت شوي دي چې په ۱۵ ورځو کې به د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي دفتر کې وڅېړل شي.

د شکایتونو کمېسیون وايي چې دا شمېر اعتراضونه د "ثبات او هم‌پالنې"، "دولت جوړوونکي" او "سولې او اسلامي عدالت" ټاکنیزو ټیمونو له لوري شوي دي.
ننګرهار، کاپیسا، لغمان، پنجشېر، بغلان، بامیان، غزني، پکتیا، کونړ، نورستان، بدخشان، بلخ، سرپل، غور، دایکنډي، ارزګان، زابل، فاریاب، هرات او نیمروز هغه ولایتونه دي چې ټاکنیزو ټیمونو د شکایتونو د کمېسیون د ولایتي دفترونو په پرېکړو يې اعتراضونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۵۳۷۸ محلونو د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه کړې ده.
خو پوښتنه دا ده چې د دغه محلونو رایه شمېرنه به کله پیلېږي؟
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون که څه هم تېره ورځ ویلي وو چې دوی به د ورځې تر پایه د دغه محلونو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته معلومات ورکړي څو رأی شمېرنه‌يې پیل شي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل چې د پنجشنبې تر ورځې دوی ته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له لوري هېڅ لېست نه‌دی سپارل شوی.

هغه زیاته کړه: "تر دې دمه چې زه له تاسې سره خبرې کوم هېڅ کوم لېست د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري ټاکنو کمېسیون ته نه‌دی سپارل شوی څو کمېسیون هغه لېست ته په کتو سره وتوانېږي چې د بیا شمېرنې او څېړنې لپاره ټولې تیارۍ ونیسي، سیمې ته کارکوونکي واستوي او دغه‌شان له امنیتي بنسټونو سره‌يې شریک کړي چې هغوی د کارکوونکو په لېږد کې مرسته وکړي."
ښاغلی سادات وايي هر کله چې له دوی سره د هغه محلونو چې رايې باید له سره وشمېرل شي په اړه معلومات شریک شي دوی به‌يې د رایو د بیا شمېرنې په عملیاتي پلان کار پیل کړي.
ښاغلی سادات دا نه‌وايي چې له دوی سره د معلوماتو له شریکولو څو ورځې وروسته به د رایو بیا شمېرنه پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcez78wfjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته