دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 200942
ایران دې د الوتکې قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي
د افغانستان په شمول هغه هېوادونه چې وګړي یې په ایران کې د الوتکې د ویشتلو په پېښه کې وژل شوي دي، له ایران غوښتې چې د رامنځته شوې پېښې بشپړ مسوولیت دې ومني او هم دې د قربانيانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
تېره ورځ د انګلستان په لندن ښار کې د کاناډا، برېتانیې، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوې غونډې کې هوکړه کړې ده چې د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د ځواب ویلو لپاره به د همکارۍ یو منطم پلان جوړوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په غونډه کې ټولو ګډونوالو په یوه غږ وغوښتل چې یاده پېښه دې دقیقه، شفافه او په نا پیلي بڼه باندې وڅېړل شي.
د غونډې ګډونوالو په ایراني حکومت هم غږ کړی دی چې د ۱۷۶ بې ګناه کسانو د مرګ وروسته دې د پېښې عاملینو ته هم سخته سزا ورکړي.
د کاناډا هېواد د بهرنیو چارو وزیر “فرانسوا فیلیپ ” هم د دې غونډې په یوې برخه کې ویلي دي چې سره له دې ایران د دغې پېښې مسوولیت منلی دی، خو موږ حساب،
کتاب، شفافیت او عدالت غواړو.
د دې پېښې وروسته افغانستان د اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنیو ته د نړیوالې ځواب ویني، عدالت غوښتلو او همغږۍ هغه ډله کې هم شامل شو، چې د کاناډا له لوري جوړه شوې ده.
ټول هغه هېوادونه چې د عدالت غوښتلو او ځواب ویلو په ډله کې شامل دي د دغې پېښې هر اړخیزه څېړنې لازمې اسانتیاوې برابروي او ټول کار به پر دې کېږي چې څه ډول د قربانیانو کورنیو سره عدالت وشي.
د ایراني ځواکونو له لوري په دې ویشتل شوې مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکه کې د ایران، کاناډا، سویډن، جرمنۍ او د افغانستان وګړي سپاره وو چې ټولو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دوی له ډلې بیا یوازې ۱۳ تنه افغانان هم شامل وو چې پکې شهیدان شوي دي، د دوی کورنیو غړو هم د خپلو قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.
د یادولو ده ایران په لومړیو کې خبر ورکړی وو چې ګواګې اوکرینۍ الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لویدلې ده ،خو وروسته یې ومنله چې د دوی له لوي په تېروتنې سره وویشتل شوه.
 
https://avapress.com/vdcc0xqii2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته