دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 200945
د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶۸ پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د لغمان والي محمد آصف ننګ او یو شمېر مسوولینو له لوري، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، په بېلابېلو برخوکې د ۱۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۱ پروژو چارې پېل او د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د یادونې ده چې په دغو پروژو کې د ترانسپورټ، د څښاک د پاکو اوبوسیستمونه، د سړکونو رغونه، د وړو بندونو او کانالو سربېره ګن شمېر نورې برخې شاملې دي.
https://avapress.com/vdcfjxd0tw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته