دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 200947
د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې په پلي کېدو سره به څه باندې ۲۱ زره د شهیدانو وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د کار زمینه برابره شي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او کابل ښاروالۍ، د همغږۍ او شهیدانو د وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو د لاس پلورونکو لپاره د شل سلنه غرفو د وېش طرحې د تطبیق په موخه، د همکارۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک، لاسلیک کړ.
دغه تفاهم لیک د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د شهیدانو او معلولین د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې او سرپرستې، جمیلې نورستانۍ وویل: چې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې په پلي کېدو سره به څه باندې ۲۱ زره د شهیدانو وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو ته په کابل ښار کې د کار زمینه برابره شي.و په چارو کې د دولت وزارت د تخنیکي مرستیالې او سرپرستې او کابل ښاروالۍ د ټولنیز او کلتوري چارو مرستیال ترمنځ، لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو اصلي هدف، د شهیدانو وارثانو او معلولینو اړوند د لاس پلورنې طرحې تطبیق، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې هغوی ته د کارځای برابرول، د شهیدانو وارثانو او معلولینو په شرایطو برابرو کسانو ته د دوی د پېژندنې لپاره د وزارت له لوري د ځانګړو کارتونو وېشل او د کار ځایونو د میاشتنیو کرایو د کمېدو په برخه کې مرسته کول دي.
د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې په پلي کېدو سره به د کابل ښار او ناحیو په کچه شل سلنه غرفې د شهیدانو وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو ته
 
ځانګړې شي.
دغه راز په دې کنفرانس کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو مرستیال، محمد فاضل شریفي وویل، چې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې پلي کېدل به، معلولیت لرونکو وکړو ته د کاري زمینې پر برابرېدو سربېره؛ د ښاري نظم په ساتنه کې هم مهم رول ولوبوي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک، په اتو مادو کې ترتیب شوی او دواړه ادارې یې د پلي کېدو مسوولیت لري.
دغه دواړه ادارې به، د شهیدانو وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو ته؛ د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdchkvniq23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته