دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 200948
"طالبانو او امریکا د تړون لاسلیکولو پر مراسمو خبرې کړې"
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټوټیټ کې له امریکايي مرکچي ډلې سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې.
نوموړی وايي د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی مذاکراتي ډلې د ډاکتر زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا له اړوند ډلې سره غونډه وکړه چې پکې د سولې د هوکړې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله خبرې وشوې.
ښاغلي شاهین دغه خبرې چې پرون او وړمه ورځ ترسره شوې ګټورې بللې او ویلي دي چې د خبرو دا لړۍ به څو ورځې دوام وکړي.
دا په داسې مهال ده چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په یوه ویډیويي پیغام کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره وکړه او ویې ویل چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو دغه راز ویل چې پاکستان د افغان سولې په تړاو تر ډېره بریده خپل مسوولیت ترسره کړی او په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دواړو پاکستان او افغانستان په ګټه دی.
د ښاغلي قریشي د دغو څرګندونو په اړه طالبانو او امریکا تر دې دمه څه نه دي ویلي او په خپله ښاغلي قریشي هم دا نه دي ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوم لوري کړې ده؟
افغان چارواکي هم وايي چې هغه څه چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه ویل کېږي دوی ته یې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سولې په چارو کې د حکومت وزیر سلام رحیمي وايي د سولې د راوستلو او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره له اوربند پرته پر بل څه باور نشته.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې له نژدي څاري او که خبرو کې پرمختګ وشي نو افغان حکومت چمتو دی چې د خبرو له لپاره خپل پلاوی واستوي.
ځیني رپوټونه طالبانو ته د نژدي سرچینو له خولې وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د اوه ورځني اوربند هوکړه شوې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې هم د تاوتریخوالي او جګړې د کمولو په اړه ویلي وو او د بین الافغاني خبرو لپاره یې پر اوربند ټینګار کړی و
 
https://avapress.com/vdci5uarvt1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته