کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملابرادر له خلیلزاد سره د د سولې د تړون د لاسلیک په نېټې ټاکلو خبرې کړې دي

27 جدی 1398 ساعت 17:34


د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ طالب استازو له زلمي خلیلزاد او امریکایي پلاوي سره د سولې هوکړې پر لاسلیک او ورته مسایلو ګټورې خبرې وکړې.
شاهین پر خپله ټویټر پاڼه څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، د دوی تر منځ به د خبرو پیل شوی بهیر د څو نورو ورځو لپاره هم دوام وکړي، چې وخت پر وخت به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
بلخو، راپورونه وایي، طالبان د لنډې مودې لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي او ټینګار یې کړی، چې په دغه وخت به د سولې هوکړه لاسلیک او د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره به زمینه برابره شي.
ځینو طالب سرچینو هم رسنیو ته منلې، چې دوی ته په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي د کمېدو لارښوونه شوې، خو دې ډلې تر اوسه په رسمي ډول د اوربند او تاوتریخوالي د کمېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د اوربند غوښتنه کوي او د تاوتریخوالي کمېدل بې مانا بولي.
 


د مطلب کود: 200950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200950/ملابرادر-له-خلیلزاد-سره-د-سولې-تړون-لاسلیک-په-نېټې-ټاکلو-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com