دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 200950
ملابرادر له خلیلزاد سره د د سولې د تړون د لاسلیک په نېټې ټاکلو خبرې کړې دي
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ طالب استازو له زلمي خلیلزاد او امریکایي پلاوي سره د سولې هوکړې پر لاسلیک او ورته مسایلو ګټورې خبرې وکړې.
شاهین پر خپله ټویټر پاڼه څو پرلپسې ټویټونو کې ویلي، د دوی تر منځ به د خبرو پیل شوی بهیر د څو نورو ورځو لپاره هم دوام وکړي، چې وخت پر وخت به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
بلخو، راپورونه وایي، طالبان د لنډې مودې لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي او ټینګار یې کړی، چې په دغه وخت به د سولې هوکړه لاسلیک او د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره به زمینه برابره شي.
ځینو طالب سرچینو هم رسنیو ته منلې، چې دوی ته په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي د کمېدو لارښوونه شوې، خو دې ډلې تر اوسه په رسمي ډول د اوربند او تاوتریخوالي د کمېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د اوربند غوښتنه کوي او د تاوتریخوالي کمېدل بې مانا بولي.
 
https://avapress.com/vdcbsgb5grhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته