کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آلمان د امریکا له لوری اروپایی هیوادونو ګواښ تایید کړی دی

27 جدی 1398 ساعت 12:16

آنګرت کرامپ کارنبائور، د آلمان دفاع وزیره پنجشنبه ورځ په دی اړه ریپورټونه چی ګواکی امریکا اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکړی چی د ایران هسته ای توافق څخه ملاتړ ادامه په صورت کې به اروپایی موټرونو صادراتو باندی ۲۵ سلنه تعرفه اعمالوی، تایید کړه.



 
 
 
هغی په خبری ناسته کې د لندن څخه لیدلو همزمانه تایید کړي چی دا عبارت یا ګواښ شتون درلود.
 
تیره ورځ واشنګتن پست آمریکا د یو ریپورت په خپرولو سره ویلی وو چی څو ورځي مخکې له دی چی اروپایی هیوادونه د اختلافاتو حل او فصل مکانیسم فعال کړی، دونالد ترامپ، د امریکا ولسمشر په محرمانه توګه هغوی ۲۵ سلنه تعرفه لوړېدو باندی ګواښ ورکړی وو.
 
که څه هم د آلمان دفاع وزیره ددی ګواښونو او خبرداریو په اړه کوم جزییات وړاندی نه کړه خو ټینګار وکړه چی برلین د تهران په وړاندی واشنګتن حد اکثری فشار سیاست څخه ملاتړ نه کوی. هغی وویل چی اروپا تصمیم د ترامپ خبرداریو په غبرګون نه بلکه د ایران اقدام لپاره وو.
 
 


د مطلب کود: 200951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200951/آلمان-د-امریکا-له-لوری-اروپایی-هیوادونو-ګواښ-تایید-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com