دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 200954
طالبانو سیاسی دفتر ویاند خبر ورکړی چی د امریکا نمایندګانو سره په دوحه کې ددی ډلې مذاکرات بیاپېل شوی دی.  

 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: سهیل شاهین په دوحه کې د امریکا سره طالبانو خبرو اترو بیاپیل په اړه خپل توئیتر پاڼه کې لیکلی دی:
د طالبانو مذاکراتی ټیم د عبدالغنی برادر په مشری او آمریکا ټیم د زلمی خلیلزاد په مشری د تړون امضا او مراسمو په اړه یی خبری کړی دی.
 
هغه زیاته کړه چی د دواړو لورو هیاتونو خبری اتری به څو ورځی نور هم دوام ولری.
 
دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی د امریکا او طالبانو خبرو اترو لسم دور د اوربند برقراره کولو او تاوتریخوالی کمولو لپاره درول شوی وو او طالبانو نمایندګان ددی ډلې رهبری سره مشورت لپاره پاکستان ته تللی وو، خو دا پروسه څو اونۍ اوږده شوه.
 
اخیرو کې داسی ریپورتونه خپریږی چی طالبانو رهبری په افغانستان کې یوه اونۍ تاوتریخوالی کمولو باندی د امریکا سره سولې تړون امضا وروسته موافقت کړی، خو د تاوتریخوالی او اوربند پر سر تړون نه کېدل، حکومت خشم راپورته کړی دی.
پنج شنبه ورځ شاه محمود قریشی، د پاکستان خارجه وزیر هم ټینګار وکړ چی طالبان په افغانستان کې تاوتریخوالی کمولو لپاره آماده دی.
 
https://avapress.com/vdcftxd0jw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته