کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په شمول ۴ هیوادونو له ایرانه د تاوان غوښتنه وکړه

27 جدی 1398 ساعت 23:48



افغانستان، کاناډا، بریټانیا، اوکراین او سویډن له ایران څخه غوښتي چې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.
د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې د اوکراین د پېښې قربانیانو په تړاو یې د تحقیق او هغوی ته د عدالت رسونې ډله هم ایجاد کړې ده، په لندن کې یې خپلې ګډې ناسته کې پنځه ماده ییز پریکړه لیک تصویب کړی تر څو د دغې پېښې په تړاو دقیقې څېړنې وشي.
د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان هم په دې ناسته کې ګډون کړی و
د تهران په خاوره کې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو پېښه کې د ۱۷۶ مساپرو له منځه ۱۳ تنه افغانان هم وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 200960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200960/د-افغانستان-په-شمول-۴-هیوادونو-له-ایرانه-تاوان-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com