دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 200963
مولوي انصاري: امربالمعروف د حکومت په همغږۍ کوم، خودمختاري مې نه ده اعلان کړې
د هرات د ګازرګاه جومات ملا امام وايي، د امربالمعروف نهی عن المنکر چارې له دولتي ادارو سره په همغږۍ مخته وړي او د کوم جلا یا نوي حکومت د جوړولو اعلان یې نه دی کړی.
مولوي مجیب الرحمن انصاري وايي، د امرباالمعروف اداره به تورن کسان نیسي او امنیتي ادارو ته به یې سپاري نه دا چې په خپل سر پرې حدود جاري کړي.
نوموړی وايي، کوم خود مختاره دولت او حکومت یې نه دی اعلان کړی بلکې مجرمین له حکومت سره په همغږۍ دولتي ادارو ته تسلیموي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې مولوي مجیب الرحمن خپلو پلویانو ته امر کړی و چې د بې حجابۍ او ګناه په لیدلو سره د حکومت په تمه مه کېنئ راپورته شئ او پر خلکو شرعي حدود جاري کړئ.
همدا راز نوموړي تېره ورځ هغه ښځینه خبریالانې هم د خپل خبري کنفرانس پوښښ ته نه دي پرې ایښي چې د مولوي انصاري په وینا حجاب یې نه و کړی.
پر مولوي انصاري نیوکه ده چې په خپلو څرګندونو یې د نظام حاکمیت او د افغانستان محاکم ننګولي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvxd0mw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته