کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د هغې سولې هرکلی کوو چې اوربند په کې اساسي شرط وي

27 جدی 1398 ساعت 17:56


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان حکومت د سولې د هرې هغې طرحې هرکلی کوي چې اوربند په کې د اساسي شرط په توګه مطرح وي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو لخوا نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي راکمولو طرحې ته د غاړې ایښودلو په غبرګون لیکلي، باعزته سوله د افغان دولت، خلکو او نړیوالو لومړیتوب دی خو دغې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار اوربند دی.
نوموړي لیکلي سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت طرحه د تاوتریخوالي راکمول نه دي، بلکې اوربند باندې ټینګار کوي ځکه د صدیقي په خبره د تاوتریخوالي راکمول دقیقه نظامي معنا، حقوقي اړخ او عملي جنبه نه لري: (( موږ هغه اوربند غواړو چې دوه کاله وړاندې په کوچني اختر کې رامنځته شوی و، له دې پرته هر ډول تاوتریخوالی د جګړې په معنا دی.))
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي هم تېره ورځ له تاوتریخوالي راکمولو سره مخالفت ښودلی او اوربند باندې یې ټینګار کړی و.
خو په همدې حال کې طالب ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې ملا برادر او خلیلزاد د سولې د هوکړې د لاسلیک نېټې په ټاکلو خبرې کړې دي.
له دغه ټکي داسې ښکاري چې امریکا او طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې ده.
 


د مطلب کود: 200964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200964/ارګ-د-هغې-سولې-هرکلی-کوو-چې-اوربند-په-کې-اساسي-شرط-وي

آوا
  https://www.avapress.com