کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ظریف: افغانستان باید ژر د ریل له لارې له چابهار سره ونښلول شي

28 جدی 1398 ساعت 11:08


د ایران د باندنیو چارو وزیر پر هند غږ کړی چې د چابهار بندر د بریا ته رسولو لپاره د اورګاډي د پټلۍ غځولو او په دغې برخه کې د وسایلو د اخیستلو چټکتیا ته اړتیا ده چې دواړه هیوادونه دا کار باید ترسره کړي.
جواد ظریف ویلي، سره له دې چې په ۲۰۱۸ کال نومبر کې دغه بندر د امریکا له بندیزونو مستثنی وګرځول شو، خو لا هم د دغه بندر پر وړاندې ستونزې او خنډونه شته: (( چابهار د منځنۍ اسیا لپاره ډیر مهم دی، مونږ یې د ستونزو د حل په برخه کې زیات پرمختګ کړی دی، تر ټول مهمه دا چې زمونږ پارلمان دا یو ازاد زون اعلان کړ.))
نوموړی وايي، چابهار باید له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي تر څو د دغه بندر چارې بشپړې شي: (( اړتیا ده چې هند د بندر لپاره د وسایلو په اخیستلو کې پوره همکاري وکړي.))
ظریف ټینګار وکړ چې چابهار یو داسې کمپیلکس بندر دی چې چې د خلیج عمان تر منځه د افغانستان له لارې له هند او منځنۍ اسیا سره لویه سوداګریزه لار پرانیزي.
 


د مطلب کود: 200977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200977/ظریف-افغانستان-باید-ژر-د-ریل-له-لارې-چابهار-سره-ونښلول-شي

آوا
  https://www.avapress.com