دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 200977
ظریف: افغانستان باید ژر د ریل له لارې له چابهار سره ونښلول شي
د ایران د باندنیو چارو وزیر پر هند غږ کړی چې د چابهار بندر د بریا ته رسولو لپاره د اورګاډي د پټلۍ غځولو او په دغې برخه کې د وسایلو د اخیستلو چټکتیا ته اړتیا ده چې دواړه هیوادونه دا کار باید ترسره کړي.
جواد ظریف ویلي، سره له دې چې په ۲۰۱۸ کال نومبر کې دغه بندر د امریکا له بندیزونو مستثنی وګرځول شو، خو لا هم د دغه بندر پر وړاندې ستونزې او خنډونه شته: (( چابهار د منځنۍ اسیا لپاره ډیر مهم دی، مونږ یې د ستونزو د حل په برخه کې زیات پرمختګ کړی دی، تر ټول مهمه دا چې زمونږ پارلمان دا یو ازاد زون اعلان کړ.))
نوموړی وايي، چابهار باید له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي تر څو د دغه بندر چارې بشپړې شي: (( اړتیا ده چې هند د بندر لپاره د وسایلو په اخیستلو کې پوره همکاري وکړي.))
ظریف ټینګار وکړ چې چابهار یو داسې کمپیلکس بندر دی چې چې د خلیج عمان تر منځه د افغانستان له لارې له هند او منځنۍ اسیا سره لویه سوداګریزه لار پرانیزي.
 
https://avapress.com/vdca0wnu049nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته